پوسټ کوډ 184621
نیټه خپرول: پنج شنبه 13 لیندۍ 139314:48

په نړۍ کې تر ټولو زیات ماشومان په افغانستان کې په ماینونو وژل کېږي

پر ماينونو د بنديز ن?يواله اداره وايي، سره له د? چ? په مجموع ک? په ن?? ک? له پخوانيو ج??و د پات? ماينونو چاودن? کم? شوي خو لا هم افغان ماشومان په ن?? ک? د ماينونو تر ?ولو لوي قربانيان دي.

تاند- پر ماینونو د بندیز نړیواله اداره وايي، سره له دې چې په مجموع کې په نړۍ کې له پخوانیو جګړو د پاتې ماینونو چاودنې کمې شوي خو لا هم افغان ماشومان په نړۍ کې د ماینونو تر ټولو لوی قربانیان دي.
د دې ادارې په وینا په ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو په نړۍ کې ماشومانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په افغانستان کې اوړي.
د ماینونو د بندیز لپاره د مبارزې نړیوالې ادارې د مځکنیو ماینونو د څارنې په کالني راپور کې ویلي چې له افغانستانه وروسته په کولمبیا او سوریه کې زیات ماشومان د ماینونو ښکار کېږي.
دا اداره وايي، له ۱۹۹ څخه راوروسته له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودېدونکو موادو په وجه د مرګ ژوبلو شمېر تر بل هر وخت په نړۍ کې لږ شوی دی خو د ماشومانو تلفات ډېر شوي دي.
په ۲۰۱۳ میلادي کال په نړۍ کې ۲۴۰۳ تنه د ماینونو په چاودنو وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان دي.
د دې ادارې په وینا د ماینونو په چاودنو کې تر وړم کال د ماشومانو تلفات په سلو کې ۷ زیات شوي دي.
د دې ادارې په کالني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې ۴۸۷ تنه په ماینونو وژل شوي چې دا په همدغه کال په نړۍ کې په ماینونو د ټولو وژل شویو ماشومانو نژدې نیمايي کېږي.
AFG: Life In Kabulله افغانستان وروسته تر ټولو زیات ماشومان په کولمبیا کې د ماینونو قرباني شوي دي.
په کولمبیا کې ۵۷ ماشومان وژل شوي، ورپسې زیات ماشومان په سوریه کې وژل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت، یمن او جنوبي سوډان کې لږترلږه ۷۵ اشومان په ماینونو او ناچاودېدلو موادو وژل شوي دي.
په افغانستان کې پر هغو ماینونو سربېره چې وسله وال طالبان یې په لارو کې ږدي او د ملکیانو موټرونه پرې الوزي، ډېر ځلي ماشومان په بې پامۍ د پخواني شوروي اتحاد د وخت په ناچاودېلیو ګلولو د لوبو په مهال وژل کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement