پوسټ کوډ 184537
نیټه خپرول: شنبه 1 لیندۍ 139312:12

په ښوونځيو کې د کمپیوټري لابراتوارونو د جوړولو لړۍ پیل شوه

د افغانستان د پوهن? وزارت په ?وون?يو ک? د کمپيو?ري لابراتوارونو د جو?ولو ل??، چ? پر ?کنالوژيکي وسايلو د ?وونيزو موسسو د سمبالولو خورا مهمه برخه ده، پيل ک?ه.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د کمپیوټري لابراتوارونو د جوړولو لړۍ، چې پر ټکنالوژيکي وسایلو د ښوونیزو موسسو د سمبالولو خورا مهمه برخه ده، پیل کړه.
دا د معلوماتي ټکنالوژۍ پر وسایلو او تجهیزاتو د ښوونیزو موسسو د سمبالولو د لړۍ پیل دی، چې د پوهنې او معلوماتي ټکنالوژۍ د سرپرستو وزیرانو ښاغلي فاروق وردګ او ښاغلي امیرزي سنګین له لوري یې پرانېسته وشوه.
په دې اړه د کابل په میخانیکي لېسه کې جوړې شوې غونډې ته د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي فاروق وردګ وویل، چې دغه مهم مسلکي پرمختګ به د پوهنې له اړوندو ادارو سره مرسته وکړي، چې خپلې چارې لا معیاري او ګړندۍ کړي. د ښاغلي فاروق وردګ په وینا، چې د پوهنې او مخابراتو وزارت دغه ګډه پروژه به هرکال په دوامداره توګه ۲۰۰ ښوونځي تر خپل پوښښ لاندې راولي.
اوسمهال یاده پروژه په شپږو ښوونیزو موسسو (د کابل میخانیکي انستیتیوت، د ښوونکو د روزنې مسلکي انستیتیوت، د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین، د ټکنالوژۍ معلوماتي انستیتیوت او د نابینایانو او جمهوریت په مسلکي لېسو) ‎کې پلې شوې ده. سربېره پردې دغه ښوونیز مرکزونه له نوري فایبر شبکې سره وصل او وړیا انټرنېټي خدمتونه هم لري.
د دې پروژې پر لومړۍ برخې ۳۳.۷ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د پراختیايي صندوق یا TDF له لوري ورکړل شوي دي.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي فاروق وردګ زیاته کړه، چې ددې پروژې له پلي کېدو سره به ښوونیزې موسسې په کمپیوټر لبونو، پروجکټورونو، الکترونیکي تختو او نورو ټکنالوژیکو وسایلو سمبالې شي. «ددې کمپیوټر لبونو په مرسته به پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب ساینسي مضامین په تمثیلي ویډیوګانو واړوي او په همدې کمپیوټر لبونو کې به یې ذخیره کړي. ددې ویډیوګانو سي ډيګانې به په وړیا ډول زده کوونکو ته وېشل کېږي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ښاغلي امیرزي سنګین پر معلوماتي ټکنالوژۍ د ښوونځيو سمبالول د زده کوونکو د تعلیمي سویې په لوړولو کې مهم ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې د مخابراتو وزارت به په دې برخه کې له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
افغانستان د پوهنې په برخه کې خورا ډېره پرمختګ کړی او وزارت غواړي، چې د نویو عصري وسایلو په کارولو سره د ښوونیز نظام کیفیت له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement