پوسټ کوډ ۱۸۴۳۷۷
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۳ ۱۷:۱۰

جمهور رئیس غني د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره وکتل

محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان پر و?اند? ??و ?وا?ونو ته د اشار? په تر? ک? وويل چ? دغه ?وا?ونه په يوازيتوب او د يو بل له همکار? پرته له من?ه نشي تللي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن ګوند له مشر آفتاب احمدخان شېرپاو، د عوامي ملي ګوند له مشر اسفندیار ولي خان، د پاکستان د خلکو د ګوند له غړې مېرمن شېربانو رحمان او د دغه هېواد د یو شمېر نورو ګوندونو له مشرانو سره په اسلام آباد کې په خپل استوګنځي کې وکتل.

په دغه کتنه کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو مشرانو په افغانستان کې په سوله ایز ډول د سیاسي واک له لېږد څخه هرکلی وکړ او هيله یې څرګنده کړه چې پاکستان او افغانستان په ګډه په یوه داسې میکانیزم کار وکړي چې له مخې یې ډېر ژر په دواړو هېوادونو او سیمه کې امن ټینګ شي.
دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د فضا لا پیاوړتیا یو ضرورت وباله او وې ویل چې د دولتونو، بنسټونو او د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولای شي د دواړو هېواونو ترمنځ د باور ښه فضا رامنځته او اقتصادي ګټې تضمین کړي.

د پاکستان د سیاسي ګوندونو مشرانو سوله یوه ستره انساني اړتیا وبلله، دا یې د دواړو هېوادونو د خلکو حق وګڼلو چې په سوله او امن کې ژوند وکړي. دوی په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره د دواړو هېوادونو پرهلو ځلو باندې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د نوي فصل پېل یو تاریخي فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې له دغه فرصت څخه باید د دواړو هېوادونو د دولتونو، بنسټونو او خلکو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت لپاره ګټوره استفاده وشي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه د اړیکو په پراختیا کې د دواړو هېوادونو ولسونه کولای شي اغېزمن رول ولوبوي له دې امله زموږ ټول تمرکز باید پر دې وي چې ولسونه سره لا نږدې او د هغوی ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو مناسباتو د ودې لپاره ښې زمینې برابرې کړو.

جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې سیاسي ګوندونه د هېوادونو ترمنځ د سیاسي نیکو اړیکو په ټینګښت کې ګټور او رغنده رول لوبولی شي، وویل، موږ باید پر داسې یو میکانیزم کار وکړو چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او آسیا د همکاریو په سیمه بدله کړو.

محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان پر وړاندې ګډو ګواښونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دغه ګواښونه په یوازیتوب او د یو بل له همکارۍ پرته له منځه نشي تللی.

ده وویل چې د ګډې همکارۍ لپاره سیاسي اراده او ظرفیت شتون لري خو یوازې هغه څه ته چې اړتیا ده، هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رښتینې همکارۍ لپاره صداقت دی.

د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه باید د سیمه ایزو همکاریو پر تړون کار وکړي ترڅو له مخې یې، د سیمه ایزې هوساینې او ثبات د ټینګښت په خاطر د همکاریو لپاره د هېوادونو ترمنځ ګډې برخې په نښه شي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement