پوسټ کوډ 184215
نیټه خپرول: پنج شنبه 24 تله 139318:07

کندهار: د پولیو درې مثبتې پیښې ثبت شوي دي

د کندهار دعام? روغتيا رياست چارواکي وايي، چ? په د? ولايت ک? د پوليو در? مثبت? پي?? ثبت شوي دي.

د کندهار دعامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د پولیو درې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د کندهاردعامې روغتیا ریس عبدالقیوم پخلا ازادۍ راډیو ته وویل، چې یوه پیښه په کندهارښار، یوه په ډنډ او بله په پنجوایي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
ښاغلي پخلا د پولیو د دې پيښولامل له ګاونډیو هېوادونو څخه کندهارته له روغتیایي چک پرته د خلکو راتګ وباله.
له نږدې دووکلوراهیسې دا لومړی ځل دی، چې په کندهارکې د پولیو مثبتې پیښې ثبتیږي.
له دې وړاندې په خوست ولایت کې د هغو کډوالو په ماشومانوکې د پولیو پیښې ثبت شوې وې، چې له شمالي وزیرستانه دې ولایت ته راکډه شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement