پوسټ کوډ ۱۸۳۶۹۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۳ زمری ۱۳۹۳ ۱۰:۵۰

د کامدیش پر ولسي خلکو د امریکا د

د افغان رسندويو له راپور سره سم دنورستان ولايت د کامديش ولسوال? په کوشتوز سيمه کي د امريکا بي پيلو?ه او جي? الوتکو په پرله پسي بريدونو کي او?تي مر? ژوبله له پن?وسو واو?ته . دغه ولسوال? د نورستان ولايت يوه غرن? ولسوال? ده چي ?اون?ي هيواد پاکستان سره پر پوله پرته ده. د کوشتوز يو تن قومي مشر جمروز چي د خپلي کورن? ? تنه يي له لاسه ورک?ي واي چي اول بريد د تيري پنجشنبي په سهار هغه مهال وشوه چي کله کليوال د لمان?ه په طرف روان وه او همداسي وروسته پرله پسي بريدونه روان وو . دده په خبره تر اوسه د ?? تنو م?ي پيدا شوي چي پک?ي ??ي هم شاملي دي. جمروز زياتوي چي په بريد کي اتنه تنه ژوبل شوي هم دي او شاوخوا ?? نادرکه دي. ياد قومي مشر وايي چي تر اوسه يي هي? دولتي چارواکي غ? نه دي اوريدلي او نه يي تر اوسه په افغانستان کي شته رسنيو خبر اخيستي. قومي مشر په کشتوزي قوم ياد بريد قصدي ?يي او وايي چي د نورستان په اداره کي يو شمير خلک شته چي له دوي سره پخوان? د?مني پالي نورستان چارواکو په اول کي وژل شوي خلک جن?يالي بللي وه خو وروسته له خپلي خبري په شا شوي وه تر اوسه ايساف ?واکونو په دي ا?ه ?ه نه دي ويلي

د افغان رسندویو له راپور سره سم دنورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوشتوز سیمه کي د امریکا بي پیلوټه او جیټ الوتکو په پرله پسي بریدونو کي اوښتي مرګ ژوبله له پنځوسو واوښته .
دغه ولسوالۍ د نورستان ولایت یوه غرنۍ ولسوالۍ ده چي ګاونډی هیواد پاکستان سره پر پوله پرته ده.
د کوشتوز یو تن قومي مشر جمروز چي د خپلي کورنۍ ۹ تنه یی له لاسه ورکړي وای چي اول برید د تیری پنجشنبی په سهار هغه مهال وشوه چی کله کلیوال د لمانځه په طرف روان وه او همداسی وروسته پرله پسي بریدونه روان وو .
دده په خبره تر اوسه د ۳۱ تنو مړی پیدا شوی چي پکښي ښځي هم شاملي دي.
جمروز زیاتوي چي په برید کي اتنه تنه ژوبل شوي هم دی او شاوخوا ۲۲ نادرکه دي.
یاد قومی مشر وایی چي تر اوسه یی هیڅ دولتي چارواکي غږ نه دی اوریدلي او نه یی تر اوسه په افغانستان کي شته رسنیو خبر اخیستی.
قومی مشر په کشتوزی قوم یاد برید قصدي ښيي او وایی چی د نورستان په اداره کي یو شمیر خلک شته چي له دوي سره پخوانۍ دښمني پالي.
نورستان چارواکو په اول کي وژل شوي خلک جنګیالي بللي وه خو وروسته له خپلي خبری په شا شوی وه
تر اوسه ایساف ځواکونو په دی اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement