پوسټ کوډ 183495
نیټه خپرول: پنج شنبه 26 چنګاښ 139313:51

کونړ: د امنیتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي

د کون? چارواکي وايي، چ? د امنيتي ?واکونو او طالبانو ترمن? وسله واله ج??ه ک? د يو? کورن? دوه ماشومان وژل شوي او د ??و او ماشومانو په ??ون ? نور ?پيان شوي دي

د کونړ چارواکي وایي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله جګړه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ نور ټپيان شوي دي.
د دې ولایت امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه جګړه تیره شپه د چپې درې په ولسوالۍ کې شوې او د دې کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله هم د طالبانو د یوه توغندي له امله اوښتې ده.
نوموړي وویل، چې دغه نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د طالبانو د تلفاتو په اړه هم معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement