پوسټ کوډ ۱۸۳۴۰۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۳۹۳ ۱۱:۰۱

د یو قوماندان په ګډون ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ميدان ورد?و ولايت د سيداباد ولسوال? په سلطان خيلو سيمه ک? امنيتي ?واکونو عمليات ترسره ک?ي،چ? په تر? ک? د يو قوماندان په ??ون ?? وسله والو مخالفينو ته مر? ژوبله او?ت?

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون ۱۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د امنیتي منسوبینو د معلوماتو له مخې،دغه عملیات تېره شپه ترسره شول،چې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول .
همدا راز دسیداباد په سلطان خیلو او اونخي دره سیمو کې د یو لړ نورو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو ۶عرادې موټر سایکلونه هم لمنځه تللي دي .
په ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement