پوسټ کوډ ۱۸۳۳۹۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۳ ۱۴:۴۹

کندز: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ وسله وال وژل شوي دي

د کندز امنيتي چارواکي وايي، د د? ولايت په خان اباد ولسوال? ک? د افغان ?ان??و ?واکونو په هوايي عملياتو ک?؛ ?لور وسله وال مخالفين وژل شوي او در? تنه ي? ژوندي نيول شوي.

د کندز امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې؛ څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه یې ژوندي نیول شوي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سر ور حسیني ازادی راډیو ته وویل؛ دغه عملیات نن سهار وختي د ایشان توپ سیمه کې شوي دي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دي ویلي.
د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند وایي؛ چې د دې ولایت په مرکز کې پولیسو ته ۹۹۳ کیلو ګرامه کیمیاوي موادو هم په لاس ورغلي؛ چې د بمونو په جوړېدو کې ورنه کار اخیستل کیږي.
سید سرور حسیني وایي، چې دغه مواد له پاکستانه کندز ته انتقالیدل؛ چې په تړاو یې درې کسان نیول شوي هم دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement