پوسټ کوډ ۱۸۳۲۳۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۰ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۷:۲۹

د کابل – کندهار پر لویه لار ۳۴ استاد او محصلین تښتول شوي دي

د کندهار چارواکي وايي چ? نن تر غرم? مخک? د کابل - کندهار پر لويه لاره د غزني په قره باغ ولسوال? ک? د

د کندهار چارواکي وايي چې نن تر غرمې مخکې د کابل - کندهار پر لويه لاره د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د کندهار پوهنتون يو استاد ټپي او ٣٤ نور استادان او محصلین تښتول شوي دي.
د دې ولایت د دوالي ویاند دواخان مينه پال ازادي راډيو ته وويل چې؛ دغه استادان د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې تر ختمېدو وروسته له کندهاره د رخصتيو په هدف خپلو کورونو ته روان شوي چې؛ په غزني ولايت کې وسله والو طالبانو پرې حمله وکړه.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement