پوسټ کوډ ۱۸۲۸۶۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳ غویی ۱۳۹۳ ۱۴:۳۰

په بغلان کې ۳ وسله وال مخالفین

دغه عمليات چ? شپ? ساعته ي? دوام وک?؛ د بغلان د دهنه غوري په سيمه ک? ترسره شول؛ په دغه عملياتو ک? يو تن پولس هم وژل شوي دي.

په بغلان کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او اته نور نیول شوي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت آزادي راډیوته وویل؛ دغه عملیات چې شپږ ساعته یې دوام وکړ؛ د بغلان د دهنه غوري په سیمه کې ترسره شول؛ په دغه عملیاتو کې یو تن پولس هم وژل شوی دی.
"یوه دوولس کسېزه ډله وه چې؛ شاوخوا شپږ ساعته یې له پولیسو سره نښته وکړه؛ چې په نتیجه کې یې درې تنه مخالف وسله وال ووژل شول او اته تنه نور ژوندي ونیول شول. خو له بده مرغه چې زموږ یو محلي قوماندان هم په کې ووژل شو."
ښاغلي بشارت زیاته کړه، دې ورته نور علمیات هم د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلوپه هدف د بغلان ولایت په نورو سیمو کې روان دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement