پوسټ کوډ ۱۸۲۸۱۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ غویی ۱۳۹۳ ۱۲:۱۲

ننګرهار: هغه سرحدي پولیس نیول شوی، چې پر مظاهره چیانو يي ډزې کړې وې

د نن?رهار چارواکي وايي،هغه سرحدي پوليس ي? نيولي،چ? د س? شنب? په ور? د بهسود ولسوال? ا?وند د کابل ک?مپ په سيمه ک? ي? پر مظاهره چيانو ?ز? ک?? و?.

د ننګرهار چارواکي وايي،هغه سرحدي پولیس يې نیولی،چې د سې شنبې په ورځ د بهسود ولسوالۍ اړوند د کابل کېمپ په سیمه کې یې پر مظاهره چیانو ډزې کړې وې.
د دې ولایت د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وویل، چې
د یاد کېمپ اوسیدونکو هغه مهال مظاهره وکړه، چې د کانال د محافظ ټولي پولیسو کانال پورې اړوند ه سیمه کې یو کور ونړاوه او په نتیجه کې یې یو ماشوم مړ شو.
عبدالزی وايي نیول شوی سرحدي پولیس هغه مهال په مظاهره چیانو ډزې وکړې، چې مظاهره کوونکو د جلال اباد تورخم لاره وتړله.
نوموړي وویل، چې په دې ډزو کې یو مظاهره کوونکی ووژل شو او دوه نور ټپیان دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement