پوسټ کوډ ۱۸۲۸۱۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۳۹۳ ۱۷:۳۳

په میدان وردګو ولایت کې د یو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول

ميدان ورد?و ولايت د سيداباد ولسوال? په شش قلعه سيمه ک? نن (چهارشنبه) د وسله والو طالبانو يو قوماندان له پن?و نورو مل?رو سره ووژل شول .

 د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په شش قلعه سیمه کې نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا نهه بجې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان له پنځو نورو ملګرو سره ووژل شول .
په دغه عملیاتو کې،چې ملکی وګړو او امنیتي ځواکونو ته په کې کوم زیان ندی اوښتی،د وسله والو طالبانو د ملنګ په نوم یو لوړ پوړي قوماندان د وژل کیدو ترڅنګ د مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي .
په دغه مهماتو څلور کلاشینکوفونه،یوه پیکا او دوه موټر سایکلونه هم شامل دي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement