پوسټ کوډ ۱۸۲۵۴۲
نیټه خپرول: جمعه ۱ وری ۱۳۹۳ ۱۲:۱۲

افغانستان او تاجکستان د همکارۍ پنځه موافقې لاسلیک کړې

ولسمشر حامد کرزي چ? نن د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په يوه ?? خبري کانفرانس ک? خبر? کول? وويل، چ? تاجکستان په تيرو دولسو کلونو ک? د افغانستان ?ه مل?ري پاته شوي.

د افغانستان او تاجکستان حکومتونو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه موافقت نامې او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
ولسمشر حامد کرزي چې نن د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې کولې وویل، چې تاجکستان په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان ښه ملګری پاته شوی.
امام علي رحمان هم وویل، چې له افغانستان سره به د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې خپلې همکارۍ په بیلابیلو برخو کې پراخې کړي.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ لاسلیک شوې پنځه موافقې د دوه اړخیزو همکاریو، ګمرکونو، فرهنګ او پانګونې د تشویق په برخه کې دي.
دغه موافقت نامې د چهارشنبې په ورځ د افغان او تاجکستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوې او وروسته بیا د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې وکړې.
ولسمشر حامد کرزي وویل، چې له خپل تاجکستاني سیال سره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ترڅنګ په نورو مسایلو هم خبرې وکړې:
″موږ په خپل ملاقات کې د سیمې او نړۍ په وضعیت نظرونه سره شریک کړل، ځینې نظرونه مو سره ورته وو، ددې ترڅنګ مو د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا، سوداګرۍ، اقتصاد، تګ راتګ، مواصلاتو، ریل پټلۍ او سیاسي برخو خبرې وکړې، د افغانستان او تاجکستان اړیکې په تیرو دولسو کلونو کې ډیرې پياوړې شوي.″
کابل ته د تاجکستان د ولسمشر د سفر هدف د نوروز په جشن کې ګډون کول دي چې ټآکل شوې د پنجشنبې په ورځ د سیمې هیوادونو د ځینو چارواکو په ګډون په ارګ ماڼۍ کې جوړ شي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د بریښنا، ریلۍ پټلۍ او نورو اقتصادي برخو کې همکاري کوي.
ښاغلي رحمان وویل، له افغانستان سره د دوی اړیکې د ښه نیت په اساس بنآ دي او هڅه به وکړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې خپلې همکارۍ نورې هم زیاتی کړي.
نوموړي وویل، که چیرې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي، له شک پرته چې د سیمې په هیوادونو کې هم حالات ښه کیږي:
″له افغانستانه په نږدې وخت کې د ایتلافي ځواکونو د وتلو شرایطو ته په کتو، موږ په امنیتي پوځي او سرحدي برخه کې په همکارۍ ټینګار وکړ، د تاجکستان جمهوریت د افغانستان ثبات، امنیت او پرمختګ د سیمې د امنیت ، ثبات او پرمختګ لامل ګڼي .″
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د همکاریو دغه پنځه موافقې او یوه اعلامیه په داسې حال کې لاسلیکیږي چې افغانستان هیله لري د تاجکستان له لارې له چین سره ترانزیتي لاره پیدا کړي.
د کاسا هزار په نوم د بریښنا د غځولو یوه پروژه بیا د قرغزستان او تاجکستان هیوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي.
افغان څیړونکي بیا وایي چې د منځنۍ آسیا هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو او ترانزیتي لارو پراختیا د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا او ثبات لامل کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement