پوسټ کوډ ۱۸۲۴۴۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ کب ۱۳۹۲ ۱۲:۴۱

"په لوګر کې افغان ځواکونو له نړېوالو د هوايي حملې غوښتنه نه وه کړې"

د ملي امنيت شورا وايي، د هغ? هوايي حمل? غو?تنه چ? په لو?ر ک? ي? د ملي اردو سرت?ري ووژل افغان حکومت نه وه ک??.

د ملي امنیت شورا وايي، د هغې هوايي حملې غوښتنه چې په لوګر کې یې د ملي اردو سرتېري ووژل افغان حکومت نه وه کړې.
د ملي اردو پنځه پوځیان تېره اونۍ د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نړیوال ایتلاف په هوايي حمله کې ووژل شول.
ملي امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د راپورونو له اورېدو وروسته وویل؛ افغان پوځیان د ګډو عملیاتو په ترڅ کې او یا د افغان حکومت د هوايي حملې د غوښتنې په نتیجه کې نه دي وژل شوي.
د دفاع وزیر بسم الله محمدي غونډې ته همداراز وویل چې؛ د نړیوال ایتلاف ځواکونو د خپلې سهوې له کبله بخښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې د شهیدو پوځیانو له کورنیو سره به مالي مرسته کوي.
د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو د تېرې چارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ایتلافي ځواکونو د شبې په دریو بجو د څرخ ولسوالۍ په پنډوکه سیمه کې د ملي اردو پر یوې امنیتي پوستې بمباري وکړه؛ د ملي اردو پنځه سرتیري یي ووژل او اته یې ټپیان کړل.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement