پوسټ کوډ ۱۸۲۲۷۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۴ کب ۱۳۹۲ ۱۷:۲۳

کندز: تیره شپه دوه تنه نیول شوي، چې غوښتل یې په یو هوټل کې ماینونه ځای پرځای کړي

د کندز امنيتي مسوولين وايي، چ? تيره شپه ي? دوه تنه نيولي چ? غو?تل ي? په يو هو?ل ک? ماينونه ?اي پر?اي ک?ي.

د کندز امنیتي مسوولین وایي، چې تیره شپه یې دوه تنه نیولي چې غوښتل یې په یو هوټل کې ماینونه ځای پرځای کړي.
د دې ولایت د امنیه قوماندان غلام مصطفې محسني آزادي راډیو ته وویل چې نیول شویو کسانو غوښتل دغه ماینونه په هغه هوټل کې ځای پر ځای کړي چې ټاکل شوې وه نن د اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه پکې جوړه شي.
نیول شوي کسان چې فضل حق او کریم الله نومیږي پخپلو جرمونو اعتراف کړې دې او ویلي یې دي چې له شاوخوا یو کال راهیسې یې د طالبانو د یو قوماندان قاري سلیم په امر په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement