پوسټ کوډ ۱۸۲۱۶۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۰ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۲:۳۶

غزني: په اندړو کې څلرويشت تنه وسله وال وژل شوي

د دغه ولايت په قره باغ ولسوال? ک? د ملي اردو پر سرت?رو ?انمر?ي بريد شوي دي چ? په ک? د ملي اردو دوه سرت?ري وژل شوي.

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يې د طالبانو پر ضد پراخ عمليات کړي دي چې په کې څلرويشت تنه وسله وال وژل شوي.
د غزني د والي ویاند شفیق الله ننګ وویل، په دغو عملیاتو کې اته تنه وسلوال ټپیان شوي هم دي .
په همدې حال کې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګی بريد شوی دی چې په کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي.
د غزني د والي ویاند وویل په دې چاودنه کې درې ملکیان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement