پوسټ کوډ ۱۸۲۱۰۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

لغمان: د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي

د لغمان ولایت چارواکي وايي، چې افغان ګډو ځواکونو د یکشنبې په سهار د دې ولایت د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته په ګل ارام، کټه سنګ او حیدرغره سیمو کې چاڼيز عملیات پيل کړي وو، چې تېر ماښام ناوخته پای ته ورسیدل.
د دې ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي؛ په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مشهور قومندان عبدالرحمن مسلم په ګډون یوولس تنه وژل شوي او دارنګه یو شمېر وسلې او مهمات يې هم په لاس راوړي.
ځواک وايي، د دولت د مخالفو وسله والو په ډزو کې د ملي اردو یو بریدمن هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو په لغمان کې د یادو عملیاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement