پوسټ کوډ ۱۸۱۸۷۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۲:۱۲

د افغانستان له ۱۹کالو څخه کم عمره کرکټ ټیم له بنګله دیش سره لوبه کوي

د افغانستان د کرک? له نولسو کالو ?خه د کم عمره ?وانانو ?يم نن په متحده عربي اماراتو ک? د بن?له د?ش په و?اند? لوبه کوي.

د افغانستان د کرکټ له نولسو کالو څخه د کم عمره ځوانانو ټیم نن په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش په وړاندې لوبه کوي.
له نولسو کالو د کم عمره ځوانانو د آسیايي کپ په لړۍ کې افغان ټیم پرون په یوه بېسارې لوبه کې د سریلانکا سیال ځواکمن ټیم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس "نورمحمد مراد" وايي؛ چې د افغان لوبډله به د دې لوبې په ګټلو سره د اسیايي کپ نیم پایلوبو ته ووځي. دی اټکل کوي چې، د افغان لوبغاړو لپاره به له بنګله دېش سره لوبه د سریلانکا په پرتله آسانه وي.
د ښاغلي مراد په وینا، د افغانستان د ځوانانو ټیم که د دې سیالیو نیم پایلوبې ته ووځي، نو ښايي له هند یا پاکستان سره مخامخ شي.
د سریلانکا په وړاندې له نولسو کالو د کم عمره ځوانانو ټیم دې بریا ته په داسې حال کې رسېږي چې؛ په پام کې ده په نژدې راتلونکي کې څوتنه سریلانکايي روزونکي د افغان لوبغاړو د روزنې لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement