پوسټ کوډ ۱۸۱۸۳۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۹ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۷:۳۰

دادرس: ۶۵۰ تنه زندانیان د باګرام له زندانه خوشې شوي دي

د ??? زندانيانو د ?ي?ل شويو دوسيو ?خه ي? ??? دوسي? لوي? ?ارنوال? ته د نورو ?ي?نو لپاره استولي دي.

د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیټه وایي، د شاوخوا نهو میاشتو څیړنو په نتیجه کې یې ۶۵۰ تنه زندانیان له دې محبس څخه خوشې کړي.
د دې کمیټې غړي عبدالشکور دادرس نن خبریالانو ته وویل، چې د خوشې شویو کسانو د جرم په اړه کافي شواهد موجود نه و.
نوموړي زیاته کړه، چې د ۷۶۴ زندانیانو د څیړل شویو دوسیو څخه یې ۱۱۴ دوسیې لویې څارنوالۍ ته د نورو څیړنو لپاره استولي دي.
د بګرام زندان مسوولیت د روان لمریز کال په لومړیو کې له امریکایانو څخه افغان حکومت ته وسپارل شو. ولسمشرحامدکرزي وروسته یو فرمان صادر کړ او یوه کمیټه یې د دې محبس د افغان زندانیانو د دوسیو څیړلو ته وګمارله.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement