پوسټ کوډ ۱۸۱۶۹۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۳ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۸:۴۳

په کونړ کې د ماین چاودنې د یوه ښوونځي سرښوونکی وژلی دی

د کون? امنيتي مسوولين وايي، چ? په د? ولايت ک? د ماين په يوه چاودنه ک? د يو ?وون?ي سرمعلم وژل شوي دي.

د کونړ امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې د یو ښوونځی سرمعلم وژل شوی دی.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل؛ د سړک پر غاړه دغه ښخ شوی ماین نن غرمه په سرکاڼو ولسوالۍ کې چاودلی، چې یو سیمه ییز پولیس هم په کې ژوبل شوی دی.
وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې دغه ماین دوی ښخ کړی و او په کې یو شمېر سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
تر دې پخوا هم د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې پر لویو لارو د ښخو سوو ماینونو په چاودنو کې ولسي خلک وژل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement