پوسټ کوډ ۱۸۱۵۹۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۷:۴۸

ملي اردو په سنګین کې ۳ پوستې وسله والو طالبانو ته سپارلي

د هلمند په سن?ين ولسوال? ک? سيمه ييز قومي مشران ادعا کوي چ?؛ د ملي اردو ?واکونو په د? ولسوال? ک? در? امنيتي پوست? وسله والو طالبانو ته سپارلي دي.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې سیمه ییز قومي مشران ادعا کوي چې؛ د ملي اردو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې درې امنیتي پوستې وسله والو طالبانو ته سپارلي دي.
د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزې شورا یوه غړي چې د نوم له خپرېدو یې ډډه کوله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل؛ چې تېره شپه یې دوه پوستې ورپرېښي دي ځکه طالبانو دوی ته ویلي وو، چې موږ په خطر کې یو تاسو به دا پوستې موږ ته پرېږدئ.
په هلمند کې د ملي اردو سیمه ییزو قومندانانو دا ادعاوې رد کړي دي.
اخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي؛ د دې موضوع د څیړلو لپاره یې یو پلاوی سنګین ولسوالۍ ته استولی دی.
پخوا قومي مشرانو دا هم ویلي وو چې؛ د سنګين په ساروان کلا سیمه کې د وسله والو طالبانو او د ملي اردو د قومندانانو ترمنځ اوربند شوی دی. خو د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بیا دا خبره له ازادي راډیو سره په مرکې کې رد کړه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement