پوسټ کوډ ۱۸۱۵۱۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۴ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۳:۵۶

له امریکا سره به امنیتي تړون په مناسب وخت کې لاسلیک شي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هيواد ي? غوا?ي چ? له امريکا سره امنيتي موافقه په مناسب وخت ک? لاسليک ک?ي؛ ?و د ن?يوالو ?واکونو د محارب ماموريت له پاي ته رس?دو وروسته د افغان امنيتي ?واکونو روزن? ته دوام ورک?اي شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد یې غواړي چې له امریکا سره امنیتي موافقه په مناسب وخت کې لاسلیک کړي؛ څو د نړیوالو ځواکونو د محارب ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړای شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي پرون په بروکسل کې وویل؛ د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل د ناټو غونډې ته وویل چې؛ د امنیتي موافقې د لاسلیک کولو لپاره یوازې افغانستان دوه شرطونه لري چې؛ یو د سولې د معنی دارو خبرو پیلول دي او بل د افغانانو پر کورونو د حملو درول:
"موافقه منظور شوې او موږ باور لرو چې، تایید به شي، نه یوازې باور لرو بلکې موږ غواړو چې دا موافقه د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ په ښه وخت کې لاسلیک شي؛ خو حاضره دمه زموږ تمرکز د دوو یادو شویو مسالو په اړه د ډاډ ترلاسه کول دي چې؛ هغه زموږ د سولې هلې ځلې او د افغانانو پر کورونو د عملیاتو بندول دي."
موسي زي په عین حال کې ټینګار وکړ چې؛ د امنیتي موافقې د لاسلیک کولو واک یوازې له ولسمشر کرزي سره دی.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي ویلي وو؛ چې کېدای شي د افغانستان د حکومت یو وزیر له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement