پوسټ کوډ ۱۸۱۴۷۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۲ ۱۴:۰۳

امریکايي پوځیان به یوازې هغه وخت چې د مرګ له خطر سره مخامخ وي، تلاشي اخیستلی شي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې مشورتي لویې جرګې ته وویل، که په امنیتي تړون کې د افغانانو امنیت او مصونیت ته ځواب ویل شوی وي نو تایید دې یې کړي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، کرزي د جرګې له برخوالو وغوښتل چې د افغانستان ملي ګټو ته په پام پرېکړه وکړي. د ده په وینا امنیتي تړون له امریکا سره تر ستراتیژیک تړون هم مهم دی ځکه چې دا یو کېدای شي پر افغانستان، سیمه او نړۍ اغېز وشیندي.
مشورتي لویه جرګه د شاوخوا دوه نیم زره استازو په ګډون پیل شوه او ممکن څلور ورځې دوام وکړي.
په دې موده کې به د جرګې برخوال له امریکا سره د افغانستان د دواه اړحیز امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي. په دې تړون کې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو د رول په هکله پرېکړه کېږي.
د جرګې د امنیت په خاطر له ولایتونو څخه کابل ښار ته د موټرو پر تګ بندیز لګول شوی او د ښار

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement