پوسټ کوډ ۱۸۱۱۹۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ لړم ۱۳۹۲ ۱۰:۵۵

ملا فضل الله د پاکستان د حکومت پر ضد د انتقامې حملو ګواښ وکړ

پاکستان? طالبانو د نوي مشر ملا فضل الله له ?اکن? ?خه يوه ور? وروسته د پاکستان د حکومت پر ضد د انتقام? حملو ?وا? وک?.

پاکستانې طالبانو د نوي مشر ملا فضل الله له ټاکنې څخه یوه ورځ وروسته د پاکستان د حکومت پر ضد د انتقامې حملو ګواښ وکړ.
ملا فضل الله د حکیم الله مسود پر ځای چې د نومبر په لومړۍ نیټه د امریکا د مشکوکې بي پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و، د پاکستانې طالبانو د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو د مشرتابه شوری غړي عصمت الله شاهین نن رویترز آژانس ته وویل، تحریک طالبان پاکستان به د مسود د قتل په غچ کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، حکومتي تاسیساتو، سیاسي مشرانو او پولیسو حملې وکړې.
شاهین چې؛ له یوه نامعلوم ځایه یي د ټيلفون له لارې خبرې کولې دغه راز یي وویل، د طالبانو په هدفونو کې به د نواز شریف د اصلي ټاټوبې پنجاب ایالت پوځي تاسیسات هم شامل وي.
راپورونه وایي، حکیم الله مسود له پاکستاني چارواکو سره د سولې خبرو او احتمالي اوربند ته تیار شوی و، خو ملا فضل الله د پاکستان له حکومت سره د هر ډول خبرو مخالف دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement