پوسټ کوډ 181101
نیټه خپرول: دوشنبه 6 لړم 139212:12

په میدان وردګو ولایت کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي

د ميدان ورد?و ولايت د چک ولسوال? په بکسري سيمه ک? ت?ره ش

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بکسري سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په سیمه کې یو ټپي طالب له دوه نورو ملګرو سره یو ځای هغه مهال ونیول شول،کله یې چې یادو ملګرو غوښتل د کرولا ډوله موټر په واسطه ټپي شوی طالب د درملنې په موخه مرکز کابل ته انتقال کړي،چې د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول .
په ورته وخت کې په لومړۍ شهرا لویه لاره یو ټپي او یو بل وسله وال طالب له وسلې سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي نیول شوي دي .
بل لورې د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې د جلریز ولسوالۍ په قوه قلندر سیمه کې ترسره کړل،زیات شمیر مهمات او چاودیدونکې توکې نیولي دي.
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ د زرني په سیمه کې د دوه مسافر وړونکو درې سوه درې ډوله موټر د جنګېدو له امله اوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement