پوسټ کوډ 181052
نیټه خپرول: پنج شنبه 18 تله 139210:16

د ايټاليا د سمندرغاړو ته نژدې په ډوبې شوې بیړۍ کې د مړو شمېر ۳۰۲ تنو ته ورسېد

د هغو ک?والو، چ? ب??? ي? ت?ره اوون? د اي?اليا د سمندرغا?و ته نژد? ?وبه شوه، د م?و شم?ر ??? تنو ته ورس?د.

د هغو کډوالو، چې بېړۍ يې تېره اوونۍ د ايټاليا د سمندرغاړو ته نژدې ډوبه شوه، د مړو شمېر ۳۰۲ تنو ته ورسېد.
ايټاليايي چارواکي وايي: د وژل شويو کسانو شمېر هغه وخت زيات شو چې په لمبي دوسا ټاپو کې نور مړي وموندل شول.
لامبووهونکي لا هم د نورو مړو د موندلو لټه کوي او ښايي د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.
په بېړۍ کې ۵۰۰ تنه سپاره ول چې ۱۵۰ يې ژغورل شوي دي.
د اروپايي کميسون مشر خوزې مانيول باروسو او د ايټاليا صدراعظم انريکو ليتا پرون /چهارشنبه/ لمبي دوسا ټاپو ته لاړل.
باروسو ژمنه وکړه چې سيمې ته به نوره مرسته ورسوي:
(د سلګونو تابوتونو تصوير به مې هيڅکله له ذهنه ونه وځي. دا هيڅوک نه شي هېرولي، د يوه ماشوم تابوت، د يوې مور او يوه ماشوم تابوت، چې هماغه شېبه زېږېدلي و. دا داسي شي و چې ما ته يې ټکان راکړ او سخت يې غمجن کړم.»
د ايټاليا صدراعظم انريکو ليتا وويل، د وژل شويو کسانو لپاره به د جنازې رسمي مراسم ترتيب کړي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement