پوسټ کوډ ۱۸۰۹۸۰
نیټه خپرول: شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۲ ۱۸:۰۹

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند پر مسودې باندې کاري غونډه وشوه

په دغه غون?ه ک? چ? نن له غرم? مخک? په ار? ک? جو?ه شوه، د غون?? ??ونوالو د دغه سند مواد ترغور او مطالع? لاند? ونيول.

د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د عدلي او قضایي ادارو مسوولینو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند پر مسودې باندې کاري غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د غونډې ګډونوالو د دغه سند مواد ترغور او مطالعې لاندې ونیول.
غونډې په دې سند باندې له غور وروسته پریکړه وکړه چې د عدلي او قضایي ادارو لخوا دې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند پر مسودې باندې کار دوام ومومي او د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې دې تر راتلونکو ورځو پورې د نوموړو ادارو نظریات او پیشنهادونه ترتیب کړای شي.
په نننۍ غونډه کې د سترې محکمې سرپرست او قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظیمي، د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څار د کمیسیون رئیس ګلرحمن قاضي، د عدلیې وزارت معین، د ملي دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement