پوسټ کوډ ۱۸۰۹۶۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ تله ۱۳۹۲ ۱۳:۲۰

د پېښور په زوروه چاودنه کې ۷ وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي

چاودنه نن تر غرم? مخک?، شاوخوا يوولس بج?، په قصه خوان? بازار ک? د خان رازق د پوليسو د تا?? مخ? ته وشوه.

تاند- د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور په قصه خوانۍ بازار کې د نن ورځې په موټر بمي چاودنې کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ژوبل دي.
چاودنه نن تر غرمې مخکې، شاوخوا یوولس بجې، په قصه خوانۍ بازار کې د خان رازق د پولیسو د تاڼې مخې ته وشوه.
د پېښې ټپيان ليډي ريډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي. وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د ډېرو ټپیانو حجال نازک ښودل شوی دی.
د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم قصه خوانۍ ته څېرمه د کواټۍ بازار په سیمه کې پر یوې کلیسا دوو ځانمرګو بریدونو وشول چې په نتیجه کې یې ۸۴ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement