پوسټ کوډ ۱۸۰۹۵۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ تله ۱۳۹۲ ۱۸:۰۷

ملي امنیت په ننګرهار کې ۲۰۰کیلوګرامه چاودیدونکي مواد نیولي دي

د ملي امنيت رياست چارواکي وايي چ?؛ په نن?رهار ولايت ک? ي? د يو ل?عملياتو پر مهال ?ه باند? يو زرو دوه سوه کيلو?رامه چاوديدونکي مواد نيولي دي.

د ملي امنیت ریاست چارواکي وایي چې؛ په ننګرهار ولایت کې یې د یو لړعملیاتو پر مهال څه باندې یو زرو دوه سوه کیلوګرامه چاودیدونکي مواد نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست د رسنیو دفتر وایي، دغه مواد یې په ننګرهار ولایت کې هغه مهال ونیول چې؛ د رنګ په سطلونو کې ځای پر ځای شوی وو او د عبدالرحمن په نوم یو کس غوښتل کابل ته یې انتقال کړي.
د یو بل خبر له مخې: د ملي امنیت ریاست وايي، په بغلان کې د وسله والو مخالفینو یوه پنځه کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.
د دې ملي امنیت د رسنیو دفتر وایي چې دغه کسان د بغلان ولایت اوسیدونکي دي او ژمنه یې کړې چې وروسته تر دې به له افغان حکومت سره د سولې راوستو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement