پوسټ کوډ ۱۸۰۹۳۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ تله ۱۳۹۲ ۱۷:۳۳

د مالیې وزارت او د افغانستان امریکایي پوهنتون ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

مالي? وزير ?اک?ر حضرت عمر زاخيلوال نن د افغانستان د امريکايي پوهنتون له رئيس ?اغلي ميچل سميت سره د او?دمهاله همکاريو سند لاسليک ک?

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال نن د افغانستان د امریکایي پوهنتون له رئیس ښاغلي میچل سمیت سره د اوږدمهاله همکاریو سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې د مالیې وزارت او د نورو دولتي ادارو کارکوونکي وکولای شي چې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې ترلاسه کړي. ددې پروګرام په پلې کیدو سره به د مالیې وزرات او نورو دولتي ادارو کارکوونکو مهارتونه لوړ شي، پوهه او تجربه به یې زیاته شي او د هیواد په اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.
د مالیې وزیر جناب ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وویل: ”دغه هوکړه لیک د مالیې وزارت او د افغانستان امریکایي پوهنتون ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه رامنځ ته کوي چې د دولتي مامورینو کاري وړتیاوې به ورسره لوړې شي. د مالیې وزارت په ټولو دولتي ادارو کې د کاري وړتیاؤ لوړولو پروګرام ته ژمن دی. د دولتي کارکوونکو د کاري وړتیاؤ لوړول د دولت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او د مالیې وزارت د مسلکي او اکاډمیک کورسونو له پاره ۱۵ میلیونه ډالر ځانکړي کړي دي. د افغانستان امریکایي پوهنتون سره موږ د ۹۰ کسانو د شامل کیدو سند لاسلیک کړ چې ۶۰ تنه یې همدا اوس جذب شوي او نور به په راتلونکې کې جذب شي. ددې زده کړو لګښت UNDP په غاړه اخیستی دی چې ډیره مننه ورڅخه کوم.“
د لوړو زده کړو مسلکي معین ښاغلي عثمان بابري د مالیې وزارت او د افغانستان امریکایي پوهنتون څخه مننه وکړه او دغه ډول سکالرشیپ پروګرامونه یې د ظرفیت لوړولو له پاره اړین وبلل. ښاغلی بابری د تعلیم او تحصیل د ودې په ډګر کې د لا نورو مرستو غوښتونکی شو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement