پوسټ کوډ ۱۸۰۸۶۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۲ ۱۸:۲۱

په افغانستان کې امنيت او ثبات د پاکستان او سیمې ضمانت کوي

د مشرانو جر?? مشر فضل هادي مسلميار د س? شنب? په ور? کابل ک? د پاکستان د قومي ?وند له مشر او د دغه هيواد د کورنيو چارو پخواني وزير

تاند- د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ کابل کې د پاکستان د قومي ګوند له مشر او د دغه هیواد د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو او له ملګري پلاوي سره په کتنه کې ویلي په افغانستان کې امنیت او ثبات په پاکستان او سیمه کې د امنیت ضمانت کوي.
په دې کتنه کې مسلمیار د سيمې د سياسي او نظامي حالت د بيانولو په ترڅ کې د ترهګرۍ او د هغه د تمويل او سمبالولو د منابعو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې افراطيت نه يوازې افغانان قرباني کوي بلکې پاکستان هم ګواښي.
هغه زیاته کړه: (( تروريزم د ځالو د له منځه وړلو او د امنيت او ثبات د ټينګښت په لاره کې باید جدي هلې ځلې وشي ځکه په افغانستان کې امنيت او ثبات په پاکستان او سيمه کې د امنيت او ثبات ضمانت کوي.))
باختر دولتي اژانس د معلوماتو له مخې مسلمیار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديني، قومي، ژبنيو او کلتوري مشترکاتو یادونه کړه او ویې ویل چې په سيمه کې ميشتو خلکو تل د اسلامي ورورولۍ د ارزښتونو له مخې ګډ ژوند کړى او د مصيبتونو په وخت کې ېې د يوبل سره مرسته اوهمکاري کړې، چې ژوندۍ بیلګې يې د سيمې په معاصر تاريخ کې مشهودې دي.
سرچینه ډیروي دغه راز مسلميار په راتلوونکي کال کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو او د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د سياسي قدرت د ليږدونې لپاره ډير ښه ټاکنه، ټاکنې وبللې او په وینا یې د افغانستان دولت اوخلک هوډمن دي چې د هيواد راتلونکی مشرتابه د ټاکنو له لارې وټاکي.
همدارنګه د مشرانو جرګې مشر له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو او له امریکا سره د امنیتي هوکړه لیک په باب هم څرګندونې وکړې او په خبره یې افغانان په بشپړه توګه باور او ډاډ لري چې د افغانستان وسله وال پوځونه به د ملي يو والي تر چتر لاندې له ٢٠١٤ کال وروسته د ملي نواميسو، ځمکنې بشپړتيا او وروستۍ لسيزې ارزښتونه وساتي.
وروسته د پاکستان د قومي ګوند مشر آفتاب احمد خان شيرپاو افغانستان ته د خپل سفر هدف بيان کړ او څرګنده يې کړه چې د خپل هيواد د استازو په جرګه کې د افغانستان او پاکستان د دوستۍ د کميټې د مشر په توګه مسووليت لري چې د دواړو هيوادونو د اقتصادي او سياسي اړيکو او همکاريو د پراختيا په خاطر د افغانستان او پاکستان د سياسي مشرانو د نظريو د شريک کولو په خاطر پرله پسې هلې ځلې وکړي.
د هغه په وینا چې په ټولو برخو کې د ستونزو د حل کولو لارې چارې ولټول شي او د اقتصادي پراختيا، تجارتي همکاريو او د فرهنګي بډاينې مناسبې زمينې برابرې شي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement