پوسټ کوډ ۱۸۰۸۴۹
نیټه خپرول: شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۲ ۱۱:۰۸

پاکستان د طالبانو دوهم درجه مشر (ملا برادر) نن خوشې کوي

پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ د طالبانو دوهمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر به نن خوشي ک?ي.

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ د طالبانو دوهمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر به نن خوشي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي؛ ملا برادر د افغانستان د سولې او پخلاینې په عملیې کې د آسانتیا په مقصد خوشې کوي.
افغان حکومت د پاکستان د دې پرېکړې هرکلی کړی او د جمهور رییس کرزي ویاند ایمل فیضي وایي؛ د ملا برادر خوشې کېدل به د سولې له عملیې سره مرسته وکړي.
جګ پوړو پاکستاني چارواکو د روانې میاشتې په سر کې د ملا برادر د خوشې کېدو خبرې کړې وې.
ملا برادر چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې په پاکستان کې بندي دی، په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د غورځنګ یو بنسټ ایښودونکی او د طالبانو د مشر ملا عمر ډېر معتمد کس دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement