پوسټ کوډ ۱۸۰۸۲۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۲ ۱۲:۱۲

په میدان وردګو ولایت کې یولس تنو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ څلور وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي

د ميدان ورد?و ولايت په مرکز،چک او سيداباد ولسواليو ک? د ب?لا ب?لو پ??و په تر? ک? د دوه عربي وسله والو طالبانو په ??ون پن?ه تنه وژل شوي،?لور ژوندي نيول شوي.

د میدان وردګو ولایت په مرکز،چک او سیداباد ولسواليو کې د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې د دوه عربي وسله والو طالبانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي،څلور ژوندي نیول شوي،یو ښوونکی او څلور د محافظت عامه سرتېرې ټپيان شوي او یو بل پولیس شهید شوی دی.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په شش ګاو او ډنډوکي سیمه کې د هوایي برید او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د دوه عربي وسله والو طالبانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او درې نور وسله وال طالبان د ریموټ کنټرول،لاین، یو ټوپک، یو صندوق د پیکا مرمۍ او شپږ عدده پاکستانيو سیمکارتونو سره
یوځای نیول شوي دي.
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ په حیدرخیلو سیمه کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د محافظت عامه پولیسو څلور سرتېري ټپيان شوي او د یادې ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې بیا یو ځای پرځآی شوی بوشکه یي ماین د زیان پرته لمنځه وړل شوی دی .
بل لورې د مرکز میدان ښار په بسراق سیمه کې د وسله والو طالبانو یو غړی تر نیول کېدو وروسته له یو میل کلاشینکوف سره یو ځای د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته د څېړنو په موخه تسلیم شو.
په ورته وخت کې تېره شپه په مرکز میدان ښار کې په یوه رینجر موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې په ترڅ کې یو پولیس چې خپله د موټر چلوونکی وو،په شهادت رسیدلی .
د یوبل خبر له مخې د چک ولسوالۍ د خواجه کوتګي ښوونځي سر ښوونکی محمدزاده د وسله والو طالبانو د برید له امله ټپي شوی،چې په مرکز میدان ښار روغتون کې تر درملنې لاندې دی .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement