پوسټ کوډ ۱۸۰۵۳۰
نیټه خپرول: شنبه ۲ وږی ۱۳۹۲ ۱۸:۰۴

"په امنیتي تړون کې باید پر افغانستان د یرغل مساله تعریف شي"

د افغانستان او امريکا تر من? امنيتي ت?ون بايد د روان ميلادي کال تر اکتوبر مياشت? پور? بشپ? شي؛ خو افغان چارواکي وايي، د ت?ون محتوا ورته مهمه ده.

سره له دې چې ولسمشر کرزی وایي چې؛ له امریکا سره د امنیتي تړون سند برابر شوی، خو وايي چې، لا هم په دې سند کې ځینې ملاحظات لري.
ښاغلي کرزي د اختلاف یوه مساله پر افغانستان د یرغل په صورت کې له دې هیواده د امریکا دفاع وبلله.
نوموړي وویل چې، په دې اړه په امنیتي تړون کې یوه ماده راغلې؛ خو اوس له امریکا سره د (یرغل) پر تعریف بحث روان دی.
ښاغلي کرزي وویل چې، په دې اړه باید وضاحت رامنځ ته شي:
"زموږ لپاره تر ټولو مهمه مساله د هیواد امنیت مساله ده او غواړو په دې پوه شو، دغه حملې چې په افغانستان کیږي دا امریکا څه ډول بولي؟ آیا دا په افغانستان حمله بولي او کنه؟ آیا د افغانستان بې ثباته کېدل د خپل نظام د بې ثباتې برخه ګڼي او کنه؟

بیا نو موږ د اساسي ضمانتونو او داسې ضمانتونو په کولو سره چې په ټوله معنی د افغانستان د خلکو د باور لامل شي؛ موږ له امریکا سره په بیلابیلو برخو کې کار کوو."
ښاغلي کرزي ونه ویل چې، پر افغانستان یې کومې حملې هدف دي؛ خو تر دې مخکې د جمهوري ریاست چارواکو پر امریکا انتقاد کړی و؛ چې د پاکستان د راکټي حملو پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شي. په افغانستان کې د سولې ټینګښت، د افغان امنیتي قواوو ښه روزنه او د دې هیواد د پرمختګ لپاره د امریکا مالي مرستې ولسمشر هغه ځینې نور مسایل وبلل چې؛ باید د تړون له لاسلیک کېدو مخکې یې امریکا ضمانتونه ورکړي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د امنیتي تړون په هکله د خبرو لپاره د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د انتقال دپروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی ټاکلي دي.

ولسمشر وایي، دغه کار یې د دې لپاره کړی چې د امنیتي تړون په هکله خبرې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلې دي.
د امریکا متحده ایالات ټینګار کوي چې؛ د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون باید د روان میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې بشپړ شي؛ خو افغان چارواکي وايي، د تړون محتوا ورته مهمه ده.

د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته په وینا کې ښاغلي کرزي د دې تړون په اړه د لویې جرګې رابلل حتمي وبلل او ویې ویل چې، دې جرګې ته به د ناټو سره د امنیتي تړون مسوده هم وړاندې کیږي:

"د لویې جرګې په هکله اندیښنې موجودې دي، هیڅوخت، په هیڅ یوه هیواد کې یو حکومت د خپل ټول ملت استازیتوب نه شي کولی؛ په ځانګړې توګه په ځینو خاصو مسایلو کې له یو بهرني هیواد سره د امنیتي تړون لاسلیک کول.
که په اوسني او یا راتلونکې حکومت کې توافق ته ورسیدو؛ خو د دا ډول تړونونو لاسلیک کول یوه مهمه مساله ده.
په دې جرګه کې نه یواځې له امریکا سره د امنیتي تړون په هکله خبرې کیږي؛ بلکې له ناټو سره د امنیتي تړون په هکله هم خبرې په کې کیږي."
تر اوسه د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون په هکله د لویې جرګې لپاره د جوړلو دقیقه موده نه ده ټاکل شوې.
مخکې تر دې د ولسمشر کرزي ویاند آزادي راډیو ته ویلي وو چې؛ لویه جرګه به تر راتلونکو دوه وو میاشتو پورې جوړه شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement