پوسټ کوډ ۱۸۰۳۹۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۲ ۱۷:۴۱

د ولسمشر کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي هند ته ولاړ

د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليل

د افغان ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي نن هند ته په درې ورځني سفر روان شو.
د صدای افغان آژانس(اوا)، د ښاغلي خلیلي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ له نوموړي سره په دې سفر کې د کابینې یو شمېر غړي ملګري دي چې؛ په نوي ډهلي کې به له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر د دویم مرستیال د دې سفر هدف د دوه اړخیزو همکاریو غښتلتیا او پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو چارو خبرې کول دي.
ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به افغان لوری له هندي سوداګرو او پانګوالو سره هم خبرې وکړي او په افغانستان کې به ورته د پانګې اچوونې بلنه ورکړي.
له کریم خلیلي سره په دې سفر کې د دفاع، اقتصاد، لوړو زده کړو وزیران او لوی درستیز ملګري دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement