پوسټ کوډ ۱۸۰۲۱۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۰ زمری ۱۳۹۲ ۱۰:۳۶

د قدس نړیواله ورځ

دوي د قدس دور?ي په ن?يوال کولو سره، د فلسطين مسئله، د اسلام د ن?? د لم?يتوبونو په سر کي راوستله .

د سیمی د سیاسی اوامنیتی بدلونونو په رڼاکی، د قدس د نړیوالې ورځې، خبری او تخصصی غونډه، په تهران کی، ترسره شوه .
دسیمی د سیاسی او امنیتی بدلونونو په رڼا کی، دقدس د نړیوالی ورځی په خبری او تخصصی غونډه کی، برخه والو چی، پرون په تهران کی ترسره شوه، د حضرت امام خمینی ره، په وسیله د قدس د نړیوالی ورځی د نومول کیدو د څرنګوالی، او د منځنی ختیځ د مهمو بدلونونو، منجمله د فلسطین د موضوع، او په سوریه او مصر کی، د اوسنیو بحرانونو، اودنورو اسلامی هیوادونو د حالاتو، په تشریح کولو لاس پوری کړ .
د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون رئیس، علاؤالدین بروجردی، د د غې غونډی د یو وینا کوونکی په توګه، د قدس نړیواله ورځ، د حضرت امام خمینی ره، د افکارو له برکته وبلله، او وئی ویل : دوی د قدس دورځی په نړیوال کولو سره، د فلسطین مسئله، د اسلام د نړۍ د لمړیتوبونو په سر کی راوستله .

بروجردی همداراز، د اسلام د نړۍ او د سیمی د اوسنیو بدلونونو په باره کی څرګنده کړه چی، د سلطی نظام په دی لټه کی دئ چی، په یو لړ توطئو سره، په اسلامی هیوادونوکی، کورنۍ جګړه رامنځته کړی، او دهغوی د توانمنیو په نابودولو سره، اسلامی امت کمزورئ کړی .

دایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون رئیس، د فلسطین په خاوره کی، د صهیونیسټانو د میشتیدو تاریخ ته په اشارې سره، وویل : د فلسطین مبارز ملت، داسلام د نړۍ په زړه کی، د اسرائیلو د سرطانې دانې د پیداکیدوله پیل څخه، د هغې مبارزې ته پورته شو، او هڅه ئی وکړه چی، د مسلمانانو دغه دښمن له منځه یوسی .

په تهران کی، د فلسطین د اسلامی جهاد دغورځنګ استازی، ناصر ابوشریف هم، په دغه غونډه کی، قدس د مسلمانانو لمړنۍ قبله، او سیاسی قبله وبلله، او وئی ویل چی، هر څوک د قدس په مسیرکی حرکت کوی ، درسته لاره په مخ کی لری .
په تهران کی، دفلسطین د اسلامی جهاد دغورځنګ استازی، د قدس دنړیوالې ورځی په توګه، د روژې د هرې میاشتې د وروستۍ جمعې په نومولوکی، د حضرت امام خمینی ره اقدام، مهم وباله او زیاته ئی کړه : دوی ډیر هوښیار محقق او عالم ؤو چی ، د سیمی د استراتژیکو مسائیلو څخه ئی، په دقیقه توګه خبرتیا درلوده، او د اسلام د نړۍ دښمنان ئی وپیژندل .
ابوشریف، د دی ټګی په بیانولو سره چی، نړیوال ښکیلاک، د اسرائیلو د موجودیت د ساتنی لپاره، ټوله سیمه په شخړه او کړکیج کی ښکیله کړې ده، څرګنده کړه : مسلمانان باید، خپل موقعیت او مرتبی ته د ستنیدو لپاره، توطئی شنډی کړی .
د فلسطین د خلګو د انتفاضی څخه، د ملاتړ د کمیټی عمومی منشی، حسین شیخ الاسلام، د سیمی د سیاسی او امنیتی بدلونونو په رڼاکی، د قدس د نړیوالی ورځی، په تخصصی غونډه کی، پخپله ویناکی، د لویدیځ له دسیسو څخه، د خلګو د پوهولو، او د قدس په نړیواله ورځ کی، ډګر ته دټولو ملتونو د راوستو لپاره، د رسنیو د هڅی په ضرورت باندی ټینګار وکړ . شیخ الاسلام، د حضرت امام خمینی ره، په افکاروکی، د فلسطین د اهمیت او موقعیت په باره کی، وویل : په مبارزه کی ، د دوی روده، په الهی انګیزو او اهدافو سره، د انسان د تکامل او لوړاوی په چوکاټ کی، ډګر ته د ملت راوستل ؤو ، او په همدی رودې باندی په تکئی سره ئی، د روژې د مبارکی میاشتی وروستۍ جمعه، د قدس ورځ ونوموله .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement