پوسټ کوډ ۱۸۰۱۱۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ زمری ۱۳۹۲ ۱۰:۰۲

هسپانیا: د اورګاډي د وتلو په پېښه کې تر ۳۵پورې کسان وژل شوي دي

له پ?ل? ?خه د يو چ?ک اور?ا?ي د وتلو په پ??ه ک? تر پن?ه ديرشو پور? کسان وژل شوي دي.

د هسپانیا له شمال لویدیځ څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې؛ له پټلۍ څخه د یو چټک اورګاډي د وتلو په پېښه کې تر پنځه دیرشو پورې کسان وژل شوي دي.
د مړینو دا شمېر د چارشنبې په ورځ ناوخته د هسپانیا په ګالیڅه سیمه کې د چارواکو له خوا اعلان شو.
د هسپانیا دولتي تلویزون د چارشنبې په ماښام ددې پېښې ویډیویي تصویرونه وښودل. په تصویرونو کې د اورګاډې د سپرلیو ډبې چپه شوې ښکارې او لږ تر لږه یو د سپرلیو ډبه پرانیستې څرګندیږي چې؛ دودونه ترې هوا ته پورته کېږي.

دا پیښه د سنټیاګو ډي کمپوسټولا (Santiago de Compostola ) سټیشن ته نژدې د چټکو اورګاډو په یوه پټلۍ رامنځ ته شوې ده.

دا اورګاډی له مادرید څخه ایل فیرول (El Ferrol ) ښار ته روان وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement