پوسټ کوډ ۱۸۰۱۰۵
نیټه خپرول: جمعه ۴ زمری ۱۳۹۲ ۱۸:۵۹

افغانستان کې د القاعده غړي د خوندي پاتې کېدو هڅه کوي

تورنجنرال جوزيف اوسترمن وويل، د القاعده شبک? ل? شم?ر جن?يالي د نورستان په غرني ولايت ک? لا هم په سن?رونو ک? پات? دي، چ? ?ن?لي ساحو او درو ورته طبيعي خوندي مرکزونه برابر ک?ي دي.

د امريکا يوه عالي رتبه قوماندان وويل چې له راتلونکي ميلادي کال وروسته به چې د لوېديځ جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د القاعده شبکې په لسګونو غړي په افغانستان کې فعال وي.
خو دى وايي چې دې ډلې د هغو بريدونو د ترسره کولو توان له لاسه ورکړى، چې په ٢٠٠١م کال کې پر امريکا وکړل او د افغانستان اوسنۍ جګړې سبب شول.
په افغانستان کې د ناټو د عملياتي چارو مرستيال مشر، تورنجنرال جوزيف اوسترمن وويل، د القاعده شبکې لږ شمېر جنګيالي د نورستان په غرني ولايت کې لا هم په سنګرونو کې پاتې دي، چې ځنګلي ساحو او درو ورته طبيعي خوندي مرکزونه برابر کړي دي.
اوسترمن له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وويل:
”د دوى شمېر تر سلو کم دى، دوى په حقيقت کې يوازې هڅه کوي په دې ساحه کې په امان کې وي“
رويټرز اژانس زياتوي، افغان امنيتي چارواکي او د ناټو قوماندانان دېته لېوالتيا لري چې د طالبانو او د دوى د متحدانو په وړاندې د تېرې دوولس کلنې جګړې پر لاسته راوړنو خبرې وکړې.
خو لېرې پراته ولايت نورستان، چې له پاکستان سره سرحد لري او د هندوکش غرونو پوښلى، د ناټو ځواکونو مخه يې نيولې، دا په داسې حال کې ده چې القاعده او نور متحدان يې له دې ولايت څخه پر کابل او نژدې ولايتونو ننګرهار او لغمان باندې د بريدونو لپاره استفاده کوي.
ناټو وخت ناوخت د القاعده د قوماندانانو او مرسته کوونکو د وژنې خبر ورکوي.
په تېره مې مياشت کې افغان قوماندانانو خبردارى ورکړ چې د نورستان ځينې ولسوالۍ له دې خطر سره مخامخې دي چې ښايي په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورشي.
په ٢٠١٠م کال کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل له نورستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ. خو د امريکا خاص ځواکونه د کامدېش او برګمټال په عمده کليو کې له محدود شمېر افغان قواوو او طالب ضد ملېشو سره لا هم فعاليت لري.
د امريکا دغه پوځي مشر اوسترمن وويل، نورستان چې سړکونه او نورې اساسي پروژې نه لري له طالبانو او نورو ډلو له حزب اسلامي سره د القاعده د غړو ډېر توپير نه کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement