پوسټ کوډ ۱۸۰۰۷۳
نیټه خپرول: شنبه ۱ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۲:۱۲

د کورنیو چارو وزارت د شفافیت د نړېوالې ادارې وروستی راپور رد کړ

مو? د پوليسو په ليکو ک? په بشپ?ه تو?ه فساد نه ردوو خو په کومه اندازه چ? پد? رپو? ک? راغلي هغه په هي? صورت هم نه منو

د کورنیو چارو وزارت د شفافیت د نړېوالې ادارې هغه راپور رد کړ چې؛ ویلې یي دي په افغانستان کې د پولیسو له خوا فساد او رشوت اخیستل لاهم زیات دي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل چې؛ د شفافیت نړېوالې ادارې پخپل راپور کې د خپلې ادعا لپاره کره شواهد نه دي وړاندې کړي: ( دا رپوټ د یوې نظر پوښتنې له مخې جوړ شوی او هیڅ منبع او اسناد نه لري.
موږ د پولیسو په لیکو کې په بشپړه توګه فساد نه ردوو خو په کومه اندازه چې پدې رپوټ کې راغلي هغه په هیڅ صورت هم نه منو).
نجیب دانش همدا راز وایي چې؛ په دې راپور کې یواځې د عامو خلکو نظر اخیستل شوی نه د معبرو سرچینو او اشخاصو.
د شفافیت نړیوالې ادارې د فساد په اړه د ۲۰۱۳ م کال په نظر پوښتنه کې لیکلي چې په تیر یوه کال کې پولیسو او قضایه قوې په افغانستان کې ډیر رشوت اخیستی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement