پوسټ کوډ ۱۷۹۸۹۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۲ ۱۰:۲۲

په میدان وردګو ولایت کې څوارلس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

نرخ ولسوال? د توکرک په سيمه ک? د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمن? ن?ته شو? ،چ? په تر? ک? ?لور وسله وال طالبان او دوه د حزب اسلامي غ?ي ووژل شوي دي.

تېره شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د توکرک په سیمه کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ،چې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان او دوه د حزب اسلامي غړي ووژل شوي دي. 
په همدې حال کې په یاده سیمه کې د ځانګړو ځواکونو لخوا عملیات ترسره شول،چې په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول خو د حزب اسلامي غړي له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.
په دغه نښته کې په سیمه کې یوه اندازه مهمات او وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د یادونې وړده چې په نښته کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement