پوسټ کوډ 179622
نیټه خپرول: يکشنبه 26 غبرګولی 139216:13

د کونړ ولایت په مرکز کې پنځه تنه وسله وال نیول شوي دي

د مرکز اسعداباد په توپچي په سيمه ک? پن?ه تنه وسله وال نيول شوي او او د وسله والو کسانو دهوان په يوه بريد کي دري عام و??ي ?پيان شو? دي.

د کونړ امنیتي مسوولین وايي، د مرکز اسعداباد په توپچي په سیمه کې پنځه تنه وسله وال نیول شوي او او د وسله والو کسانو دهوان په یوه برید کي دري عام وګړي ټپیان شوې دي.
د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دغه وسله وال افغان او نړیوالو خواکونو له خوا نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د فاریاب امنیتي چارواکي وایي چې؛ دوه تنه ماین ښخوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوې دي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند سید مسعود یعقوبي ازدي راډيو ته وویل؛ دغو ماین ښخوونکو غوښتل چې د قیصار ولسوالۍ پر عمومي سړک ماین ښخ کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement