پوسټ کوډ 179567
نیټه خپرول: دوشنبه 13 غبرګولی 139209:10

د استانبول بهیر هېوادونو سفیرانو نن له غرمې وروسته د بهرنیو چارو په وزارت کې غونډه وکړه

د افغانستان په مالکيت پر مخ ?ي، د ?ولو ه?وادونو لپاره يو مهم بهير و ?ا?ه او و? ويل چ? د آسيا ز?ه ه?وادونو او د استانبول بهير ملات? کوونکو ه?وادونو همکار? کولاي شي په د? سيم? ک? د باور او عملي همکاريو سبب و?ر?ي.

پرون له غرمې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي ارشاد احمدي د آلماتا د غونډو د پریکړو د تطبیق او د هغه د پرمختګ د څرنګوالي په اړه د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د استانبول بهیر هېوادونو سفیرانو د غوندې، مشري وکړ.
ښاغلی احمدي استانبول بهیر یې چې د افغانستان په مالکیت پر مخ ځي، د ټولو هېوادونو لپاره یو مهم بهیر و ګاڼه او وې ویل چې د آسیا زړه هېوادونو او د استانبول بهیر ملاتړ کوونکو هېوادونو همکارۍ کولای شي په دې سیمې کې د باور او عملي همکاریو سبب وګرځي.

ښاغلي احمدی وویل چې د استانبول بهیر د افغانستان د بهرني سیاست یو بنسټیز لومړیتوب دی او د افغانستان حکومت ژمن دی چې هغه تحرک چې دغه بهیر د باور جوړونې او سیمه ییزو همکاریو په لار کې رامنځته کړی دی، خوندي او ورته دوام ورکړي.
ښاغلي احمدی وویل په داسې حال کې چې افغانستان د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال وروستي پړاو او جمهوري ریاست ټاکنو ته نږدۍ کېږي، د استانبول بهیر د باور جوړونې تدبیرونو عملي تطبیق، د افغانستان خلک او د آسیا زړه هېوادونو د سیمې لپاره ډېر ارزښت لري.
په دغه غونډه کې د باور جوړونې تدبیرونو د کاري ډلو د کار د پرمختګ پر څرنګوالي باندې چې د آلماتا د غوندې د پریکړو پر بنسټ د ښوونې او روزنې، مخدره توکو او تروریزم سره مبارزې، سوداګرۍ او پانګونې، د طبیعې پېښو مدیریت او د سیمه ییزو زیربناوو رامنځته کولو په برخو کې رامنځته شوي دي، خبرې وشوې. 
همداراز د آسیا زړه هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکي غونډې په اړه چې پام کې ده په چین کې او د استانبول بهیر د لوړپوړو کارکوونکو په کچه د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ په څنډه کې جوړ شي، خبرې او د نظریاتو تبادله وشوه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement