پوسټ کوډ ۱۷۹۴۶۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۲ ۱۲:۱۲

د نوازشریف او فضل الرحمن ډلې له طالبانو سره د سولې پر پلان کار کوي

?وند ي? او د نوازشريف مسلم لي? له طالبانو سره د خبرو لپاره يوه طرحه جو?ه ک?? چ? له سلامشورو وروسته به د د? مهم? مسل? لپاره خپل وروستي پلان اعلان ک?ي.

تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ (ن) او د فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوندونو سرچینو وویل، د دواړو ګوندونو جګپوړي مشرانو سلا وکړه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره جرګه جوړه کړي.
دا جرګه به د هغه کنفرانس د پرېکړې په تایید جوړه شي چې د فبرورۍ په یوویشتمه نېټه د فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام ګوند د مختلفو ګوندونو د استازو په ګډون جوړ کړی و.
د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند ویندوی جان اڅکزي د خپل مشر په قول وویل:ګوند یې او د نوازشریف مسلم لیګ له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه طرحه جوړه کړې چې له سلامشورو وروسته به د دې مهمې مسلې لپاره خپل وروستی پلان اعلان کړي.
ده همداراز وویل: د دواړو ګوندونو مشران حاضردمه پر هغې طرحې خبرې کوي چې د جمعیت علمای اسلام په کنفرانس کې پرې سلا شوې وه. د اڅکزي په وینا د مولانا فضل الرحمن له لوري پر دې چمتو شوې طرحې قبایلي مشرانو هم سلا کړې ده او ټاکل شوې ده چې دواړه ګوندونه د ټولو سیاسي ګوندونو د یوې ګډې غونډې د جوړولو ترڅنګ جرګه جوړه کړي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
پاکستاني رسنیو د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند د سرچینو له قوله ویلي چې دا ګوند له کوم بهرني فشاره پرته له جمعیت علمای اسلام سره یوځای هڅه کوي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او دا خبره ناسمه ده چې ګنې امریکا هم د دې پلان ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام د بلې څانګې مشر مولانا سمیع الحق ویلي: د پاکستان نوی جوړېدونکی حکومت او امنیتي ادارې باید له پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو د بریالي کولو او د اوربند د ټینګولو په برخه کې د همږغي رامنځته کوونکي رول ولوبوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement