پوسټ کوډ 179041
نیټه خپرول: چهارشنبه 11 غویی 139210:21

"نړېواله ټولنه دې هم د نشه يي توکو پر ضد همکاري وکړي

زلمي رسول د ايستونيا د دوه ور?ني سفر په مخه چ? ولسمشر حامد کرزي هم ورسره دي، پرون دا هم وويل، چ? نشه اي موادو افغانستان ته په خپله مشکلات پيدا ک?? دي او هلته په مخدر موادو د رو?دو کسانو شمير په زياتيدو دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ایستونیا کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې هغه وخت د مخدر موادو مخه نیول کیدای شې، چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي.
زلمي رسول دا خبره په داسې وخت کې وکړه، چې ها خوا روسیې وړاندیز وکړ، چې د افغانستان د مخدر موادو مساله دې امنیت شورا ته وړاندې شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ایستونیا کې وویل، د نشه يي موادو د مخنوي ټول مسوولیت یوازې د افغانستان نه دی، په نړۍ کې هغه کسان هم مسووله دي چې مخدر مواد غواړي. زلمي رسول زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مرسته وکړي.
زلمی رسول د ایستونیا د دوه ورځني سفر په مخه چې ولسمشر حامد کرزی هم ورسره دی، پرون دا هم وویل، چې نشه اي موادو افغانستان ته په خپله مشکلات پیدا کړې دي او هلته په مخدر موادو د روږدو کسانو شمیر په زیاتیدو دی.
د افغانستان د بهرنیو چار وزیر دا خبرې په داسې ورځ وکړې چې هلته د قرغزستان په مرکز بشکیک کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د روسیې د مخدر موادو د مخنوي د څانګې مشر وویل، افغانستان په خپله تر هغو د مخدر موادو مخه نه شي نیولی چې هلته ټولنیز اقتصاد وده نه وې کړې.
ویکتور ایوانوف بیا د غونډې برخه والو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د نشه يي موادو موضوع باید د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې یاده شي.
ایوانوف زیاته کړه، چې د افغانستان مخدر مواد ټوله نړۍ تهدیدوي، خو د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي هیوادونه په ځانګړي ډول د افغانستان له مخدرموادو اغیزمن دي او دا هیوادونه نه شي کولی چې په یوازې سر د دې موادو د قاچاق مخه ونیسي.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان اصلي غړي هیوادونه دي او افغانستان، ایران، پاکستان، هند او منګولیا د ناظر په توګه له دې سازمان سره یوځای شوې دي.
ملګرو ملتو په خپل یوه تازه رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې به روان کال د کوکنارو حاصلات تر بل هر وخت ډیر شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement