پوسټ کوډ ۱۷۹۰۳۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۲ غویی ۱۳۹۲ ۱۲:۰۳

افغان ولسمشر له ډنمکارکي چارواکو سره د همکاریو سند لاسلیکوي

اروپا ته د د? سفر په تر? ک? ولسمشر حامد کرزي هلسنکي ته هم تللي و او هلته ي? له فنلن?ي چارواکو سره د او?د مهالو همکاريو دوه ا?خيزه موافقه لاسليک ک?ه .

افغان ولسمشر حامد کرزی نن په کوپنهاګن کې له ډنمکارکي چارواکو سره د اوږدمهالو همکاریو سند لاسلیکوي.
اروپا ته د دې سفر په ترڅ کې ولسمشر حامد کرزی هلسنکي ته هم تللی و او هلته یې له فنلنډي چارواکو سره د اوږد مهالو همکاریو دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړه .
ولسمشر حامد کرزی نن په کوپنهاګن کې د ډنمارک له صدراعظم او نورو چارواکو سره ګوري او ورپسې د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیکوي.
ډنمارک له ۱۹۶۲ م کال راهیسي له افغانستان سره روابط لري او په دې موده کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي په وینا په تیرو لسو کلونو کې د ډنمارک حکومت له افغانستان سره له شپږ سوه اویا میلونه ایرو څخه زیاتې مرستې کړې.
د نوموړې په وینا دا مرستې، په پرمختیايي، پوهنې، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د حکومتداري د پیاوړتیا په برخو کې لګیدلي دي .
د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه چې ټاکل شوې ده ولسمشر کرزي یې له ډنمارکي چارواکو سره لاسلیک کړي د ولسمشر ویاند ایمیل فیضي وویل:
"دا سند چې ټاکل شوې ده لاسلیک شي، یو داسې سند دی چې پر بنسټ به یې دواړه هیوادونه، افغانستان او ډنمارک، له ۲۰۱۴ م کال وروسته د خپلو اړیکو څرنګوالی ټاکي، د همدې سند پر بنسټ به ډنمارک په بیلابیلو ساحو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
په دې کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او پیاوړي کول هم شامل دي."

تیره شپه ولسمشر کرزي په کوپنهاګن کې له هغو افغانانو سره وکتل، چې په ډنمارک کې میشت دي.

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي فنلینډ ته تللی و چې هلته یې هم د فنلینډي چارواکو سره د اوږدمهالو همکاریو سند لاسلیک کړ .

ایمل فیضي د فنلینډ سره د لاسلیک شوې سند په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغه سند چې د فنلینډ له هیواد سره لاسلیک شو، هغه له ۲۰۱۴ م کال څخه تر ۲۰۱۷ م کال پورې دی چې په دې کلونو کې به د فنلینډ هیواد د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي ."

د افغانستان حکومت تر اوسه پورې د امریکا له متحدو ایالتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، هند، ناروي او فنلینډ سره د اوږدمهالو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي . خو د اوږدمهالو امنیتي همکاریو د سند په اړه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي او تمه ده چې ددې خبرو اترو څلورم پړاو به هم زر تر زره پیل شي.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement