پوسټ کوډ ۱۷۹۰۰۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۵ غویی ۱۳۹۲ ۱۰:۰۷

ایساف: په کندهار کې پنځه امریکايي عسکر وژل شوي دي

د ايساف وياند جنرال ?ون?ر کتز وويل: "دا د ژور? خواشين? ?اي دي چ?، د افغانستان په جنوب ک? په چاودنه ک? د پين?و امريکايي عسکرو د وژل کيدو خبر درکوم."

په کابل کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي چې؛ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پينځه تنه وژل شوي عسکر د امریکا د متحدو ایالاتو وګړي دي.
د ایساف ویاند جنرال ګونټر کتز وویل: "دا د ژورې خواشینۍ ځای دی چې، د افغانستان په جنوب کې په چاودنه کې د پينځو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر درکوم."
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل پرون (شنبه) ازادي راډيو ته وویل چې؛ د ایساف دا عسکر د سرک پر غاړه په ماین الوتي دي.
جاوید فیصل ټینګار وکړ چې، په وروستیو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت وضعیت ښه شوی، پر کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو حملې د پخوا په پرتله کمې شوې دي:
"لکه څرنګه چې تاسې هم پوهیږئ په وروستیو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی. په وروستیو کې په ښار او ولسوالیو کې داسې پيښه نه ده شوې چې په هغه کې ایتلافي ځواکونو ته مالي یا ځاني تاوان رسیدلی وي."
د مارچ په میاشت کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د یوه هليکوپټر د سقوط په پيښه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یو امریکايي عسکر ووژل شو او یو بل زخمي شو.
تر دې پيښې یوه ورځ وروسته د کندهار ښار ته نږدې د یوه بل هليکوپټر د سقوط له امله پينځه امریکايي عسکر ووژل شول او دوه تنه امریکايي عسکر د هغوی افغان متحدینو وویشتل چې؛ په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره د ۲۰۱۳ کال تر ټولو خونړۍ ورځ وبلل شوه.
په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونټر کتز وویل چې د دوی لپاره د یوه عسکر وژل کیدل هم ستره غمیزه ده.
"دا زموږ لپاره ډيره ستونزمنه اونۍ وه. لکه څرنګه چې ما مخکې وویل؛ زموږ لپاره یو عسکر هم چې په افغانستان کې وژل کیږي ډير زیات دی. خو دا به زموږ پر هڅو اغیز نه کوي او موږ به د افغانستان او افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو."
په کندهار کې د ایساف تر قومانده لاندې امریکايي ځواکونه فعالیت کوي. د ناټو په مشرۍ ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د وتلو پلان لري او له یو شمیر سیمو یې د وتلو بهیر بشپړ شوی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement