پوسټ کوډ ۱۷۸۸۴۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۸ وری ۱۳۹۲ ۱۶:۰۸

ډنمارک د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ۳۹ میلیون ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د پوهن? وزير فاروق ورد? د ?نمارک هيواد له مرستو مننه وک?ه او دغه مرسته ي? د ماشومانو يا زده کونکو لپاره د زده ک?? د اسانتياوو د برا برولو په برخه ک? خورا مهم? وبلل?.

د ډنمارک د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال لپاره د افغانستان د ښوونې او روزنې د ملاتړ د پروګرام سره دغه ۳۹ میلیو ډالره مرسته کوي .د روان کال لپاره ۱۸ اشاریه ۶ میلیون ډالره او د راتلونکي کال لپآره ۱۹ اشاریه ۴ میلیون ډالره ځانګړي شویدي. 
ددغې مرستې لویه برخه (۸۵٪) د افغانستان د پوهنې وزارت د بودیجې له لارې د ښوونې او روزنې په هغو مهمو اړینو برخو لګول کیږي چې د پوهنې وزارت ته لومړیتوب ولري.دپاتې ۱۵٪ نورې مرستې لویه برخه کې په هلمند کې د ښوونې او روزنې د پراختیا او د کیفیت د لوړولوپه پروژو لګول کیږي .
د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ د ډنمارک هیواد له مرستو مننه وکړه او دغه مرسته یې د ماشومانو یا زده کونکو لپاره د زده کړې د اسانتیاوو د برا برولو په برخه کې خورا مهمې وبللې.
ډنمارک هیواد د افغانستان د ښوونې له سکټور سره له سترو مرسته کونکو هیوادونو دی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره څه باندې ۱۱۰ میلیون ډالره مرسته کړې چې لویه برخه یې دوزارت د اړتیاوو سره سم د دولتي بودیجې له لارې مصرف شویده. ددغو مرستو تر نیمايي زیات یې دافغانستان لپاره د ښوونې او روزنې د ملاتړپه نوم پروګرام باندې لګول شویدي .
بلخوا په کابل او بامیانو کې د ۸ ښوونځیو جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې او د ۲ نورو کار پیل شو .
په کابل ښار کې د شاوخوا یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د ۵ ښوونځیو(د خواجه بغرا، د کابل هوايي ډګر د شمال،محمد انور بسمل، قلعه حشمت خان او دقیقي بلخي) لپاره عصري ودانۍ جوړې شوې چې شاوخوا ۱۴ زره زده کونکو ته پکې د لوست سالم چاپیریال برا بر شو.
پر دې سر بیره په کابل ښار کې د ۲ نورو ښوونځیو لپاره د عصري ودانیو د جوړولو چاره پیل شوه چې د ۸ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي . په دغو ۲ ښوونځیو شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره لګول کیږي . د پوهنې وزارت په پلان کې لري چې د رون کال تر پایه پورې د ۲۲نویو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي او د تیرکال ۳۰ پاتې پروژې به هم په را تلونکو ۳ میاشتو کې پایته ورسوي .
بلخوا په بامیانو کې د ۳ ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ هم پرانیستل شوې بامیان: د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ دنجونو د معروف لیسې، دنجونو دعلي دري او د سبز دري منځني ښوونځيوپه نوېو جوړوشویو ودانیو څه باندې یو میلیون ډالره لګیدلي دي .
دغه دریواړه عصري ودانۍ ۲۸ درسي خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري .
په نوموړو ښوونځيو کې د۳۰۰۰ تنو په شاوخواکې زده کوونکې په زده کړو بوختې دي چې د نوېو ودانیو په جوړولو سره به د درسي ټولګيو دنشت والي له امله د دغو زده كوونكو ستونزه حل شي.
پر ښوونځیو سر بیره دا اونۍ په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د موسسو د ښوونکو د روزنې لپاره یو ځانګړی مسلکي او تخنیکي انستیتیوت جوړ شو چې ګڼې څانګې لري .د دغه انستیتیوت د ودانۍ پر جوړیدو یو اشاریه یو میلیون ډالره لګول شوي چې لګښت یې نړیوال بانک ور کړیدي . د پوهنې وزیر وویلې چې د ۲ نیم میلیون ډالرو په لګښت به ددغه انستیتیوت لپآره نورې اړینې برخې لکه لیلیه او جمنازیوم په را تلونکو کلونو کې جوړ شي .
دامهال د تخنیکي زده کړو په موسسو کې څه باندې ۹۳ زره ځوانان زده کړې کوي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement