پوسټ کوډ ۱۷۸۸۱۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ غویی ۱۳۹۲ ۱۱:۰۱

له درېو اوونیو راهیسې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره شوې

له در?يو اوونيو راهيس? د ولسوال? ودان? او شاوخوا پوست? محاصره شوي او د درنو او سپکو وسلو ?ز? پر? کي?ي.

د کونړ د چپې درې ولسوالۍ سیمه يیز مسوولین وايي؛ له درېو اوونیو راهیسې دا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري محاصره شوې.
د چپې درې ولسوالۍ یوه امنیتي مقام پرون د نوم د نه اخیستلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې له درېیو اوونیو راهیسې د ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا پوستې محاصره شوي او د درنو او سپکو وسلو ډزې پرې کیږي.
خو درې اوونۍ مخکې د کونړ امنیې قومندانۍ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي وو؛ چې ډېر ژر به د چپې درې په ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.
خو تر اوسه د دغو عملیاتو له پیل څخه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement