پوسټ کوډ ۱۷۸۵۱۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۰ وری ۱۳۹۲ ۱۲:۵۶

حامدکرزی د دوه ورځني رسمي سفر لپاره قطر ته روان شو

د دغه دوه ور?ني سفر په ل? ک? د قطر له امير حمد بن خليفه آل ثاني او د دغه ه?واد له ?ينو نورو چارواکو سره په جلا جلا ?ول و?وري او د دوه ا?خيزو همکاريو د پراختيا او د افغانستان د سول? د بهير په ا?ه به ورسره خبر? اتر? وک?ي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی د قطر د امیر حمد بن خلیفه آل ثاني په رسمي بلنه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن له غرمې مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.
د هېواد جمهوررئیس به د دغه دوه ورځني سفر په لړ کې د قطر له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني او د دغه هېواد له ځینو نورو چارواکو سره په جلا جلا ډول وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په دغه سفر کې د
بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر
سپنتا، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، د سولې د عالي شورا
رئیس صلاح الدین رباني، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزی، د
جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهوررئیس ویاند
ایمل فیضي، ملګرتیا کوي.#

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement