پوسټ کوډ ۱۷۸۴۲۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱ وری ۱۳۹۲ ۱۰:۱۵

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلئ د جوړیدو تفاهم لیک لاس لیک شو

د دغه تفاهم ليک له مخ? د در? وا?و لورو د ا?وندو وزارتونو متخصصين به د دغه تفاهم ليک له لاس

د۱۳۹۱ لمریز کال د کب۳۰مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ترکمنستان ته د خپل سفر په لومړی ورځ، په عشق آباد کې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د جمهورو رئیسانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ.
د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو لخوا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اوسپنې پټلئ د غزیدو تفاهم لیک لاس لیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې د درې واړو لورو د اړوندو وزارتونو متخصصین به د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د یوې میاشتې په دننه کې د دغې پټلئ د تخنیکي، حقوقي او مالي اساساتو جزئیات وڅیړي.

د اوسپنې د دغې پټلئ عملي کار چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان به سره ونښلوي، د روان میلادي کال د جولای په لومړيو کې پیلیږي.

د اوسپنې دغه پټلئ به د ترکمنستان د اتا مراد له سیمې څخه پیل شي او د افغانستان پولې ته نیږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوي د سیمې په تګلوري کې دوام ومومي او وروسته به د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.



د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان جمهورورئیسانو په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ او دغه پروژه یې د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګری د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه وبلله.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دغه خبري ناسته کې وویل:" د اوسپنې د دغې پټلئ جوړیدل به نه یوازې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونه سره ونښلوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او د سمیې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي."
حامدکرزي زیاته کړه: " د دغه تفاهم لیک په لاس لیک سره مو د خپلو خلکو د ښیګڼې لپاره یوځل بیا یو بل ګام پورته کړچې له شک پرته به زموږ د درې واړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې سبب شي او دوی ته به ښه راتلونکي په سوغات راوړي."

ټاکل شوې ده چې د هېواد جمهوررئیس نن پنجشنبه د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون وکړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement